د اماراتو الظفره هډې په وسیله د ایران پر وړاندې د امریکا جاسوسي

د (warisboring) ویب سایټ لیکلي: په دوه زره لسم کال کې د امریکا پوځي هوایي ځواکونو « آرکیو—۱۷۰» بې پیلوټه الوتکې اماراتو هوایي ډګر ته د ایران پر وړاندې د جاسوسی لپاره استولې وې. د الظفره هوایي ډګر له کویټ هیواد سره په شپږ سوه مایلی کې پروت دی چې د خلیج فارس بل لوري ته شتون لري. په بل دول دا وسایل کولای شي د ساعتونو لپاره د بیړیو څارنه وکړي او پّ دې سیمه کې فعالیت ولري.

د دوه زره شپاړسم کال د جولای په میاشت کې هم دا په ډاګه شوې چې د امریکا پوځ داسې یو پلان مهندسي کړی او اعلان یې کړی وو چې دوی د الظفره په هوایي ډګر کې د «تریتون »= MQ-4C» » بې چلونکې وسایلو د رامڼخ ته کولو هڅه کوي.

دا بې پیلوټه الوتکې د «نورث ګروپ» شرکت له لوري جوړې شوې چې کولای شي د سوند توکیو په کارولو سره اته زره دوه سوه مایله واټن پلی او شپیته زره لوړ پرواز وړکي. دا وسیله په یوه ساعت کې درې سوه شپیته مایله واټن وهي او هر ماموریت یې تر دیرشو ساعتونو دوام کولای شي. دا وسیله په پرمختللو کمرو او رادارو سنبال ده چې کولای شي د هر ډول بیړۍ په هکله مالومات تر لاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *