په جيبوټي کي يميني کډوال له ډيريو ستونزو سره لاس او گريوان دي

په جيبوټي کي يميني کډوال له ډيريو ستونزو سره لاس او گريوان دي له دي کډوالو سره چي په توده دښته کې د تودوخي پنځوس درجي او يوه کوچوني پنډغالي کي ژوند کوي د ملگرو ملتونو له لوري له ډيرو لگو مرستو څخه برخمن دي

د اوبک په پنډغالي کې نږدې درې زره یمنی کډوال ژوند کوي، په هغه پنډغالي کې چې د سویلی افریقا په کوچوني هیواد جیبوتي کې پروت دی، له دې کډوالو څخه څلویښت کلن ادیب عبدالله دی. ده د یمن د تیلو په یوه شرکت کې کار کاوه او تیر کال دلته راغلی دی. دی هڅه کوي ترڅو د خپلې کورنۍ اړتیاوې بشپړې کړي د هغه ماشومانو او کورنۍ چې نه یې غوښتل له داسې حالاتو سره مخ شي. ډیری ماشومانو دلته د تودوخې اله امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اديب عبدالله – “کله چې وږې ماشومان وینو چې ډوډی او اوبو ته اړتیا لري، خپل آرامښت له لاسه ورکوو دوی ددې ډول ژوند وړ ندي، دلته په بشپړه توګه اوبه او ډوډی نه تر لاسه کیږي او یو شمیر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ځینې ډير عمره کسان مړه شوي دي. دلته یواځې هدا توده نده بلکې د ریګ طوفان ژوند ډیر سخت کړی دی .”

خو له حوصلې پرته بله لاره نشته نو له دې خې دا کډوال نه پاتې کیدای شي او نه هم د تګ لاره لري یمن ته ورګرځیدل مرګ ته د ورتلو په مانا دي او دلته هم تدریجي مرګ دی

اديب عبدالله؛ “کله چې مونږ له مسولو په ځانګړې توګه له کډوالو پوښتنه کوو راته ویل کیږي: یا دلته پاتې شی او یا یمن ته لاړ شی، چې په دواړو حالتونو کې مرګ دی هیڅوک له دې حالته زمونږ د ژغورنې په فکر کې ندي مونږ داسې کسانو ته اړتیا لرو چې مونږ له دې حالته وژغوري .”

د یمن اتلس میاشتینې جګړې له پیله، له دې سره چې لس زره کسان پکې وژل شوي په میلیونونه کسان کډوالی ته اړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پّ یمن کې اوس هم جګړه او سعودي عربستان تر مشری لاندې د ایتلاف هوایي بریدونه دوام لري چې په وروستی پیښه کې دولس ماشومان او درې ښځې وژل شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *