مونږ له کډوالو مخ نشو اړولی اونه هم کډوالی له پامه غورځولی شو

مونږ له کډوالو مخ نشو اړولی اونه هم کډوالی له پامه غورځولی شو   د کډوالو کورنيو پر مخ د دراوزو تړل بشري ارزښتونو ته تر ټولو لوي خيانت دی دا د ملگرملتونو په ناسته کي د باراک اوباما څرگندوني دي

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د کډوالو پرمخ د دروازو تړل خیانت بولي چې اروپايي ټولنې له یوه کال راهیسې دا لاره غوره کړې او د کډوالو پر مخ یې خپلې پولې تړلې او په فرانسه کې تیره ورځ د کډوالو د مخنیوي لپاره یو بل نوی ډیوال جوړ شو.

خو امریکا ولسمشر بارک اوباما د کډوالو ستونزه د بیلا بیلو اړخونو لویه ستونزه بولي او اعلان یې کړی چې د نړۍ پنځوس هیوادونه د جګړې ځپلو هیوادونو درې سوه شپیته زره کډوال مني. ښاغلي اوباما ویلي: یو شمیر نړیوالو مشرانو به ځانګړې توګه د کاناډا او المان مشرانو ویلی چې د منل شویو کډوالو شمیره به دوه برابره لوړوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: نړیوالو مشرانو له دې سره ژمنه کړې چې له مرسته کونکو بنسټونو سره به د تیر کال په پرتله د مرستو کچه څلور نیم میلیارده ډالره لوړه کړي. په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وایي یو ویشت میلیونه وګړي د جګړو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د امریکا ولسمشر د نړیوالو ځواکمنو هیوادونو لاسته راوړنو یادونه کړې ویلې یې دي: له دې لاسته راړنو څخه یوه هم د اټومي وسلې د کارولو د ګواښ مخنیوی دی. ده ویلي: کله چې ایران مني چې اټومي پلان محدودوي، په نړۍ کې د امنیت کچه لوړیږي او له نورو نړیوالو هیوادونو سره د ایران اړیکو ته لاره پرانیزي خو اوباما د شمالي کوریا خوځښتونه د نړیوالو پر وړاندې ګواښ ښودلی ویلي یې دي پیویانګ باید په دې برخه کې ځواب ورکړي له دې سره ده ترهګري او نژاد پالنه د نړۍ پر وړاندې د نورو ګواښونو په توګه یاد کړي او انسانیت یې په درنښت ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *