بارک اوباما په ملګرو ملتونو کې وینا کړې او دا وینا به یې وروستۍ وي

بارک اوباما په ملګرو ملتونو کې وینا کړې او دا وینا به یې وروستۍ وي

اوباما تر ډېره په دې ټېنګار کاوه چې په تېرو اتو کلونو کې څنګه د هغه رهبریت نړۍ په ښه موقف کې ساتلې وه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې خپله وروسته وینا وکړه. ښاغلي اوباما وویل چې په تېرو څو کلونو کې د نړۍ ځینې هېوادونه باثباته او امن شول، خو په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو او هېوادونو کې بیا تروریزم، کډوالي او د نظامونو ګډوډي زیاته شوه.

ښاغلي اوباما وویل د نړیوال کېدلو ځواک چې له یوې خوا یې نړیوال له یو بل سره وتړل، خو له بلې خوا یې د نړیوالو ترمنځ ځینې ژورې کرښې هم جوړې کړې.

هغه د دغه بهیر پر اصلاح ټېنګار وکړ او وویل چې باید د نړۍ ولسونه دا ډاډ ترلاسه کړي چې په یوې پیچلې نړۍ کې ژوند نکوي. ښاغلي اوباما وویل په ځینو هېوادونو کې حکومتوالي ځکه ستونزمنه شوې چې پر نظامونو د خلکو باور ختم شوی دی. هغه وویل چې باید مخکې ولاړ شو نه شاته.

ښاغلي اوباما په خپلو خبرو کې تر ډېره په دې ټېنګار کاوه چې په تېرو اتو کلونو کې څنګه د هغه مشرتابه او رهبریت نړۍ په ښه موقف کې ساتلې وه. هغه وویل کولی شو چې د نړۍ ځینې ستونزې د هېوادونو د همکاریو له لارې حل کړو.

د هغه د خبرو اشاره له ایران سره هستوي تړون ته وه، چې د خبرو له لارې وشو، همدغه راز له لسیزو وروسته له کیوبا سره د متحدو ایالتونو د اړیکو بیا رغول د ښاغلي اوباما د خبرو بله بېلګه بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو ۷۱مه عمومي غونډه د دغه سازمان عمومي منشي بانکي مون پرانیستله. ښاغلي بان په خپلو خبرو کې وویل چې په ننۍ غونډه کې د هغو هېوادونو استازي هم ګډون لري، چې په سوریه کې پر ولسي خلکو یې جنګ تپلی، مرسته یې ورسره کړې او زمینه یې ورته برابره کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *