عربستان به وویشل شي او لودیځ به یې هم ملاتړ ونکړي

د ملک عبدالله مشاور او د عربستان د اقتصاد جوړونکي،  د عربستان په هکله خپل انتقادي مطلب سانسوریدو ته په نغوتې سره ویلي: عربستان د شنل کیدو په لور روان دی.

د هافینګتون پست ورځپانې په وبسایټ کې راغلي: د جمعې په ورځ «دعربستان د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت» وتړل شو نو له دې مخې د عربستاني کابرانو له لاسه ووتلی دی.

په ټویټر کې د خپرو شویو تصاویرو له مخې: له انټر نیټ څخه کار اخستونکي په انګلیسي ژبهد هافینګټون پست ورځپاڼې،  چې به امریکا کې چاپیږي او د سعودي عربستاان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیام له ځان سره لري، مخ کیدل او داسې ویل کیدل  چې دې صفحې ددې وزارتخانې قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

دا متن په لاندې ډول دی: «  متاسفانه د  قوانینو او مقرراتو د پام وړ صفحه  د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مقرراتو سرغړونه کوي»

کارکونکو ته توصیه شوې چې د وزارتخانې د الکترونیک او نشر او چاپ له برخې سره په اړیکه کې شي او ددې صفحې د ستونزه د لمنځه وړلو په برخه کې خپل درخواست ورکړي.

په عربستان کې پیژندل شویو سرچینو هم د جمعې په ورځ تایید کړې چې دا پاڼه د کاربرانو په لاس کې نده.

دهافینگتونپستورځپاڼه چې پّ امریکا کې چاپیژي د یکشنبه په ورځ د یوه مطلب په چاپولو سره چې عنوان یې « په ریاض کې آخري تانګ» وو په امریکا کې میشت پخواني ځانګړي مشاور اعلان کړی چې دا  هیواد، چې اقتصاد یې په تیلو پورې تړلی او  په سیاسي  او بنسټیزو برخو کې د نه سمون له امله له شنل کیدو سره مخ دی.

عسکري له دې سره چې محمد بن سلمان چې د سعودي عربستان د ولیعهد مرستیال دی په دې  اعتراف سره چې شن او ماسه د  سعودي عربستان نظام دی او د  اقتصادي برنامو پر اصلاح په فشار سره «چې تر دوه زره دیرشمه» پلان دی تحسین کړي، وویل: له دې پرته به سعودي عربستان له منځه لاړ شي.

له دې سره عسکري پیش بیني کړې که چیرې سعودي عربستان له منځه لاړ شي نو لویدیځ هیوادونه به په ډيرې چټکی سره دا هیواد یواځې پریږدي.

عسکري لیکلي: «په داسې حال کې چې عربستان د شنل کیدو په حال کې دی، نو آیا امریکایي او انګلیسي مشتریان به یې د ساتلو لپاره لاس په کار شي؟ زمونږ ځواب منفي  دی… د  لویدیځو ځواکمنو هیوادونو تزویر او  ریا د منلو نده. په دې سره، کله چې دوی د  سعودي عربستان د حکومت وروستي حالات وګوري ځان به په ډيرې چټکۍ سره خلاص کړي ځکه چې په منځني ختیځ کې د یوې  بلې  جګړې یا ستونزې د رامنځ ته کیدو تحمل نلري په خاصه توګه په داسې حالاتو کې چې د تیلو اهمیت یې هم لګ شوی وي».

سعودي عربستان د  شلو میلیونو هغه کسانو څخه برخمن دی کوم چې له انټر نیټه کار اخلي  او د نړۍ په کچه تر ټولو محدود کونکي قوانین او مقررات چې د رسنیو په خپلواکی کې لري او د رسنیو د ازادیو په لست کې چې د په دوه زره شپاړسم کال کې د بې پولې خبریالانو له لوري خپور شو، د نړۍ په یوسل اتیا هیوادونو کې یو سل پنځه شپتم مقام تر لاسه کړی.

په ۲۰۱۴ د بې پولو خبریالانو سعودي عربستان د محتوا د بلوکه کولو لومړی مرکز یاد کړی وو ویلې یې و: چې ددې هیواد چارواکي وایي چې ۴۰۰ زره سایټونه یې بند کړي دي».

وبلاګ لیکونکي هم په عربستان کې بندیان شوي دي چې له دوی ځخه د «رایف بدوي» نوم چې په دوه زره دیارلسم کال کې نیول شوی او په ده تور وو چې اسلام ته یې سپکاوی کړی نیول شوی.دی په اوه کاله بند او شپږ سوه قمچینو وهلو محکوم شوی دی.

د ویلو وړ ده چې د هافینګتون ورځپاڼه او د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ددې خبر تر خپریدو له هر ډول مالوماتو ورکولو ډډه کوله.

پروفیسور حسین عسکري چې دی د سعودي عربستان د اقتصاد بنسټ ایښودونکی ګنل کیږي، د سعودي عربستان د دولت له لوري د یې د مطلب د سانسوریدو په هکله ویلي: زما په نظر، سعودیانو د څو دلایلو له امله نومه وړې مجله بنده کړې  اوزما څرګندونې یې سانسور کړې . لومړی دا چې فکر کوم چې د سعودیانو لپاره داندیښنې وړ ده  هغه کس  چې یو مهال دوی ته ډیر نږدې وو او اوس له دوی څخه لرې شوی دی.

ده لیکلي: دوی دا احساس کوي چې دا [څرګندونې او وړاند وینې] کیدای شي د بهرونیو سیاستمدارانو، تجارتي مدیرانو، د رسنیواو پوهنتونونو له لوري تر ډيره وڅارل شي ترڅو [ دا څرګندونې او وړاند وینې] د هغه کس ندي کوم چې د سعودي عربستان ملګری او نږدې کس ښودل کیږي.

د عربستان د مالیې پخواني وزیر مشاور ویلي: له دې وروسته د نظر تکی موجود دی چې د حاکمانو پر کورنیو نیوکه کونکو د اسراف له مخې ژوند غوره کړی او ددوی فساد د خلکو قهر او نیوکې رامنځ ته کړې دي. د شکایتونو یو بل ټکی، له خپلو خپلوانو د شاه سلمان ملاتړ د  هغه سلګونه شهزاده ګانو پر وړاندې کوم چې لوړ مقامونه لري او ددوی پر وړاندې له خپلو خپلوانو ملاتړ کړي  په ځانګړې توګه د شا سلمان د مړینې پر مهال د ولیعهد د مرستیال لرې کول.

عسکری ویلي: په ډې مقاله کې چې د عربستان له لوري سانسور شوې، ما ویلي چې اقتصادي پلانونه به له  ماتې سره مخ کیږي، مګر دا چې له سیاسي سمون سره یوځای شي – په ځانګړې توګه د قانون په حاکمیت سره ( د ټولو پر وړاندې د قانون په پلي کیدو سره) او ټاکل شوی حکومت. خو باید په دوام سره ووایم چې دا ممکنه  نده، ځکه سعودي چارواکي حکومت خپل مال ګڼي – په بل ډول داسې وایي چې حکومت پر دوی پورې تړلی دی.

د ملک عبدالله مشاور ویلي: په پای کې وایم، په سعودي عربستان کې په کسب او کار پانګونه تر قانوني څار لاندې راځي، ځکه دا هیواد چې بدلونونه یې د شهزاده محمد بن سلمان له لوري شوي له شنل کیدو سره به مخ شي، مګر دا چې د سعودي عربستان چارواکي د مشروطه سلطنت په لور لاړ شي چې داسې به ونشي.

حسین عسکري د عربستان د مالیې وزارت مشاور وو او له ده څخه د سعودي عربستان د اقتصاد بنسټ ایښودونکي په توګه یادونه کیږي. د نیویارک بانک د اعلان له مخې عسکري په نړۍ کې لومړنی کس وو چې  تر ځلویښتو ډالرو د تیلو بیې د ټیټوالي وړاند وینه یې کړې وه.

عسکري د نړیوال تجارت استاد او د واشنګټن جورج پوهنتون د نړیوالو اړیکو کارکونکی دی. دی د څیړنیز موسسې ریس او نړیوال مدیریت او د واشنګټن جورج پوهنتون د نړیوال تجارت د دیپارتمنت پخوانی ریس وو. په نومه وړي پوهنتون کې ده  د اقتصاد، سیاسي ودې او په منځني ختیځ :ې د انساني اختلافاتو او جګړو، دسیاسي اقصتاد، د سیاست پرمختګ او اسلامي اقتصاد په هکله ډیرې خبرې کړي دي.

دده د کړنو په سوابقو کې د پیسو په نړیوال صندوق کې دوه کلن فعالیت ته اشاره کولای شو. ده د سیاست او اقتصاد د پرمختګ، نفتي او اسیاسی اقتصاد او نیړیوالې سودګری په برخه کې د وزیرانو مشاور، د مرکزي بانک مشاور، د تیلو وزیرانو د مشاور او په خلیج فارس هیوادونو کې په نورو برخو کې دندې تر سره کړې دي. مخکې له دې هم د (OECD)،سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې، نړیوال بانک کې د پانګونې صندوق، (IFU)،پرمختیایي ځانګه  او ملګرو ملتونو کې  دنده تر سره کړې ده.

حسین عسکري شل کتابونه، شپږ رسالې او له زرو ډيرې مقالې لیکلي دي، چې ډيری یې د منځني ختیځ، اسلامي اقتصاد، نړیوال تجارت او اقتصاد، د کرهنې اقتصاد، د تیلو اقتصاد او د اقتصادي بندیزونو په هکله دي.

دی د تګزاس، ټافتس، MIT، هاپکینز او کلارک پوهنتونو کې د زدکړې ورکولو تاریخچه لري. «د اسلامي مالیې نړیوال کیدل» (د جان ویلي انډ سانز خپرونې) « د اسلامي مالیاتو ثبات» « اسلام او د بشر لاره او اقتصادي پرمختګ» ( د پلګریو مک میلان خپرونې) دده له آثارو څخه حسابیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *