تر ۱۴ کلونو کشر افغان لوبغاړي د هند د سوبروتو کپ نیمه پایلوبې ته ووتل

تر ۱۴ کلونو کشر افغان لوبغاړي د هند د سوبروتو کپ نیمه پایلوبې ته ووتل

د هلکانو په سیالیو کې د افغانستان د څوارلس کلنو په استازیتوب د استقلال لېسې لوبډله له بنګالي ټیم سره نیمه پایلوبې ته ووتل.

افغان لوبډلې په منځلوبه (کوارټرفاینل) کې د اوتکرامیت لېسې ټیم ته ماتې ورکړه.

تنکیو افغان لوبغاړو تر دې وړاندې درو نورو ټیمونو ته ماتې ورکړې ده.

تر ټولو سخته ماتې یې د سریلانکا استازي ټیم ته ورکړه. څوارلس کلنو افغان لوبغاړو د سریلانکا ټیم ته ۲۲ پر صفر ماتې ورکړه  او د هند د پنجاب ټیم یې بیا ۸ پر صفر مات کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *