د سوريې په حلب ښار کې پر مرسته کونکو کاروانونو بريد شوی دی

د سوريې په حلب ښار کې پر مرسته کونکو کاروانونو بريد شوی دی پيښه له هغه خو شيبي وروسته رامنځ ته شوه کله چي د سوريې دولت له لوري د اوربند نيټې د پاي ته رسيدو اعلان وشو. د سوريي پوځ ويلي، دوی د حلب په ختيځ کي د وسله والو مخالفينو پر وراندي ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي دي

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، دې سیمې ته له استول شویو یو دیرشو لاریو څخه پر اتلسو یې برید شوی دی. بریدونه د حلب په لویدیځ او سویل کې رامنځ ته شوي، په هغه سیمه کې چې ډيری برخې یې د فتح شام جبهې په لاس کې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددې بریدونو په هکله خواشیني ښودلې او رویټرز خبري آژانست یې په یوه استول شوې وینا پاڼه کې ویلي: دا هغه مرسته کونکي دي کوم چې غوښتل یې اړو کسانو ته مرستې وروسوي او اوسمهال یواځې پاتې شوي دي.

د ځینې ریپوټونو له مخې چې پخلی یې ندی شوی، په دې بریدونو کې د موټر چلونکو او مرسته کونکو په ګډون دولس کسان وژل شوي دي. په سوریه کې د بشر حقونو څارونکې ډلې ویلي چې دا کسان د سوریې یا روسیې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ټاکل شوې واشنګتن او مسکو د سه شنبه په ورځ د سوریې به هکله بله ناسته تر سره کړي، خوسوریان ددې خبرو په هکله په بشپړه توګه ناهیلې شوي دي

“مونږ تر ستم لاندې یو مونږ په بشپړه توګه ستومانه شوي یو. په دې ورځو کې له مونږ سره هیڅوک مرسته نکوي، دوی د مرستو ادعاوې کوي خو مرستې نه کوي او مونږ ددې هیوادونو پر وړاندې باور له لاسه ورکړی. مونږ وژل کیدو او دوی ننداره کوي.”

“دا خبرې تشې خبرې دي. دوی په کراتو په جینو او نورو سیمو کې سره خبرې کړي دي خو پّ تیرو پنځو کلونو کې یې کومه اغیزه نده کړې، یواځې د سوریانو وینې تویږدي، دا خبرې بې ااغیزې دي او مونږ د ګټورو لارو رامنځ ته کول غواړو.”

له بلې خوا په داسې حال کې چې په سوریه کې اوربند له منځه تللی او د جګړې ډګر تود شوی، ملګرو ملتونو یو ځل په دې هیواد کې د کیمیاوي وسلو له کارولو خبر ورکړی دی. دې ټولو ته په کتو سره تر اوسه نده روښانه چې د سوریې جګړه به په کوم لوري بوتلل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *