د بهرنيو چارو وزير له خپلو بريتانوي او کاناډايي سيالانو سره ليدلي دي
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ملگرو ملتونو د ۷۱ ناستي په لړ کې له خپلو بريتانوي او کاناډايي سيالانو سره ليدلي دي په دي ليدونوکې له افغانستان سره د نړيوالي ټولني پر همکاريو ټينگار شوی دی
ښاغلي رباني د کاناډا له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د بروکسل ناستې ته په نغوتې سره ویلي، دا ناسته پر ځان د بساینې په موخه له افغانستان سره د نړیوالې تولنې د همکاریو لپاره تر سره کیږي. ده ویلي: افغانستان به د بروکسل په ناسته کې یواځې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د تر لاسه کولو په موخه ګډون ونکړي بلکې په دې ناسته کې افغان لوری نړیوالې ټولنې ته ځینې ډاډ ګیرنې ورکړي.
له دې سره د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریتانوي سیال سره هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو پر اړتیا خبرې کړي ویلي یې دي، افغان حکومت تر اوسه د پرمختګ او له اداري فساد سره د مبارزې به برخه کې ډيری کارونه ترسره کړي. دوی په بیلا بیلو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان د پرمختګ په برخه کې د بریتانیا له همکاریو مننه کړې ده. په دې لیدنه کې هوکړه شوې ترڅو تر نږدې راتلونکې د دواړو هیوادونو له لوري یو ګډ کمیسیون رامنځ ته شي