زلمي خلیل زاد، له ترهګرو د ملاتړ په هکله د سعودي عربستان د چارواکیو اعتراف په ډاګه کړی
زلمي خلیل زاد، له ترهګرو د ملاتړ په هکله د سعودي عربستان د چارواکیو اعتراف په ډاګه کړی
په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر په یوه مقاله کې، په افغانستان، سوریه، مصر او عراق کې له ترهګرو د سعودي عربستان د مشرانو ملاتړ په ډاګه کړی دی.
زلمي خلیل زاد دا مقاله د امریکا په پولتیکو مجله کې خپره کړې او د سعودي عربستان له خولې یې مالومات ورکړي خو نوم یې په دې مقاله کې ندی اخستل شوی.
د ایلاف انټر نیټي مرکز د خلیل زاد له خولې ویلي: دې کس د شلمې پیړۍ په شپیتمه لسیزه کې د ناصریسم پر وړاندې دمبارزې په هکله ( د مصر پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر د خط مشي) اعتراف کړی دی چې له امله یې د یمن په دوه هیوادونو کې جګړه رامنځ ته شوه.
له دې سره په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې د جګړې لپاره په تیره اتیایمه لسیزه کې او د شیعیه وو پر ضد له ډلو لکه القاعده داعش او النصرې جبهې او د ایران اسلامي انقلاب له بریا وروسته او په ځانګړې توګه په عراق کې د صدام حسین حکومت له نسکوریدو وروسته د عربستان کړنې ددې تګلارې په چوکات کې رامنځ ته کیږي.
خلیل زاده دسعودیانو له خولې لیکلي، چې دا ترهرګري او بنسټ پالي اوس د عربستان او لویدیځ لپاره ګواښ رامنځ ته کړی او له دې مخې د سعودي عربستان مشران ددې ګواښ د له منځه وړلو لپاره د سعودي عربستان په حکومت کې د وهابیت او اقتصاد د کابو کولو لپاره ځانګړې پلانونه رامنځ ته کړي دي او لایسم پلان پلي کیدو ته یې لاره هواره کړې ده.
ده د سعودي عربستان یوه چارواکي له خولې لیکلي چې وهابیت د عربستان د پرمختګ مخنیوی کړی نو له ډې مخې عربستان له وهابیت سره د ترهګرو تړاو ته په کتو سره له لویدیځ سره اړیکو ته بدلون ورکړی دی.