د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک نوې مسوده تر لاسه شوې چې په کې د حکومت له لوري د قضايي خوندیتوب تضمین کولو تر څنګ لس ژمنې شوي دي.

هوکړه لیک د پخواني هغه په څېر په دریو فصلونو او ۲۵ مادو کې خلاصه شوی دی خو ډېر توپیر نه لري.

په نوې مسوده کې د حکومت پر ځای د ملي وحدت حکومت یاد شوی او د حق العبد پر ځای د حق الناس اصطلاح کارول شوې ده.

په دغه مسوده کې افغان حکومت ژمنه کړې، چې له تورو لیستونو به د حزب اسلامي د ځینو غړو او مشرتابه د نومونو لرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون هڅې کوي او دغه راز به د دغه ګوند غړي او مشر په افغانستان کې ازادانه ژوندوکولای شي.

حکومت به د دوی د خوندیتوب لپاره امنیتي تدبیرونه کوي او معقول لګښت به ورکوي. حزب اسلامي به ازادانه سیاسي فعالیتونه کوي او د دغه حزب د مشر ګلبدین حکمتیار به ځانګړی درناوی کېږي.

د یاد ګوند مشر کولای شي په افغانستان کې د اوسېدو لپاره درې ځایونه خوښ کړي.

حکومت به د دوی د قضايي خوندیتوب تضمین کوي او د دریو میاشتو موده کې به د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کېدو لپاره اقدام کېږي.

په بدل کې، حزب اسلامي په دغه مسوده کې ژمنه کړې چې له افغان زندانونو خوشي شوي زندانیان به یې بېرته د حکومت مخالفو وسله والو لیکو ته نه ځي.

دوی به دغه راز د افغان حکومت هغه زندانیان خوشي کوي، چې دوی سره دي.

 په هوکړه لیک کې د حزب اسلامي مشرتابه د قضايي خوندیتوب ژمنه شوې

حزب اسلامي به د افغانستان اساسي قانون مني، خپل پوځي تشکیلات به له منځه وړي او تل پاتې اوربند ته به غاړه ږدي، خو په هوکړه کې دا نه دي ویل شوي، چې دوی به خپلې وسلې او تجهیزات چا ته سپاري.

افغان چارواکي وايي، د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک ځنډېدو لامل د دوی په وینا د باور فضا رامنځته کول و، چې وايي اوس دغه باور رامنځته شوی دی او په خبره یې هیله مند دي، چې ژر به دغه هوکړه لیک لاسلیک شي.

د افغانستان سولې عالي شورا یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دغه هوکړه لیک به دوو پړاوونو کې عملي کېږي.

د دوی په وینا دې لړ کې به د یادې شورا او کابل کې د حزب اسلامي په خبرو بوخت پلاوی دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي او له هغه دوې یا درې اونۍ وروسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی کېږي.

خو چارواکو داسې څه نه دي ویلي، چې ښاغلی حکمتیار به کابل ته څنګه را ننوځي.

که څه هم داسې ګنګوسې دی چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې دې خو د یادې سرچینې له خبرو داسې معلوميږي، چې نوموړی دا مهال په افغانستان کې نه شته.

چارواکي دا هم وايي، چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار له راتلو سره سم به یوه لویه غونډه رابلل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې ملاتړ وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *