په 1437 (1395) له 874 کلونو کې د متوفي حاجیانو شمیره

د حج او عمرې شبکې په ریپوټ کې راغلي، د عربستان د روغتیا وزارت له لوري یې داسې اسناد تر لاسه کړي چې د ۱۴۳۷ متوفي حاجیانو په هکله مالومات ورکوي.

ددې سند له مخې او د متوفي حاجیانو دا شمیرې تر اوسه د سعودي عربستان د رسنیو له لوري ندي خپرې شوې، له دې مخې ویل شوې چې د روان کال په مراسمو کې ۸۷۴ تنه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې شمیره فوت شوي کسان په داسې حال کې دي چې ددې شبکې د ریپوټ له مخې د حاجیانو د ژوند له لاسه ورکولو شمیره د تیرو کلونو په پرتله تر ډيره ټیټه شوې ده.

ډيری کسان د حج د مراسمو په ترسره کولو سره د تیرکال د پیښې له امله له ویرې سره مخ وو.

ددې ریپوټ له مخې، خپاره شوې شمیرې دا په ډاګه کوي چې د روان کال د حج په مراسمو کې تر اوسه ۲۳۹عربستاني، ۵۱ مصري، ۸۴ پاکستاني،۴۳ بنګله دیشي، ۳۱ ناجیریایي،۱۲۴ اندونیزیایي، ۶۲ هندي او پاتې نور د نورو هیوادونو اوسیدونکي مړه شوي دي.

له بل لوريد الیوم مغربي خبري آژانس د ریپوت له مخې چې الماني انتر ناسوینال موسسه یې تمویل کوي او د کډوالو په برخه کې فعالیت لري د «د کډوالو په سترګه نړۍ» په نامه په خپاره شوي ریپوټ کې ویلي، سعودي عربستان او قطر د نړۍ په کچه د دوستانه اړیکو او د نړۍ د لیدنې لپاره له ښو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *