د امريکا فدرالي پوليسو د وروستۍ چاودنې په تړاو د پنځو کسانو نيول رد کړي دي

د امريکا فدرالي پوليسو د وروستۍ چاودنې په تړاو د پنځو کسانو نيول رد کړي دي مخکې له دې داسې ريپوټونه ورکړل شوي وو چي گواکي په نيويارک کي د چاودني په تړاو پنځه کسان نيول شوي دي د هغه چاودني په تور، چې له امله يي نهه ويشت کسان ټپيان شوي

په نیویارک کې د تیرې ورځې له چاودنې وروسته حالات ډیر امنیتي او له زرو ډیر اضافي سرتیري په دنده ګمار شوي وو. د ریپوټونو له مخې، چاوددنه او له دې چاودنې وروسته په یوه موتر کې له چاودیدونکو ډک د دیک بخارونو تر لاسه کیدل، په ۲۰۱۳ کال کې بوستون چاودنو ته ورته وو.

پولیسو چارواکیو ویلي: د دواړو چاودونو لپاره له موبایلونو او کریسمس له چراغونو کار اخستل شوی دی. دوی ویلي: دا عمل ترهګریز برید وو خو د تر سره کولو موخه یې نده مالومه.

بيل دي بلازيو – “زه پوهیږم چې چاودنه رامنځ ته شوې، په دې پوهیږو چې پیښه جدي ده، خو ډيری کارونه مو په مخ کې پراته دي چې باید تر سره یې کړو ترڅو ددې پیښې د موخې په هکله مالومات تر لاسه شي. آیا دې برید سیاسي موخه درلوده؟ او یا هم شخصي؟ په دې نه پوهیږو به دې هکله څیړنې روانې دي.”

دا پیښه د شپې په نهو بجو رامڼځ ته شوې ده، په داسې حال کې چې له دې څو ساعته مخکې د نیویارک په ګاونډ نیوجرسي کې هم چاودنه رامنځ ته شوې وه چې له امله یې د ځغاستې یوه سیالي هم وځنډیده. د نیویارک ښاروال ویلي، ددې دوه پیښو د تړواو په هکله مالومات ندي تر لاسه شوي.

د شنبه په شپه هم یوه کس د چړې په وسیله پر خلکو برید کړ چې له امله یې اته کسان ټپیان شوي او په خپله بریدګر د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. اف بي آی وایي: دا برید هم ترهګریز برید وو او وژل شوی کسان د ترهګرو له ډلې څخه وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *