د ترینکوټ پر یوې پوستې د امریکا په هوایي برید کې 8 پولیس وژل شوي

د ترینکوټ پر یوې پوستې د امریکا په هوایي برید کې ۸ پولیس وژل شوي

چارواکي وايي امريکايي ځواکونو د روزګان په مرکز ترينکو‌ټ ښار کې د پوليسو پر يوې پوستې بمبار کړى او اته پوليس يې وژلي دي. دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند د کندهار پر لويه لاره په څاګۍ سيمه کې شوې ده. د اروزګان د لويې لارې ساتنې د کنډک قوماندان حاجي رحيم الله وايي، امريکايي ځواکونو په ياده سيمه کې د دوى پر يوې پوستې بمبار کړى دی. هغه زياته کړه: ((کله چې زموږ نور ځواکونه پوستې ته ورسېدل، نو په بمبار کې يو پوليس وژل شوى و چې پر دې مهال پر همدې پوستې بل هوايي بريد بريد شو چې په کې زموږ اوه نور سرتېري شهيدان شول.)) حاجي رحيم الله پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او نيوکه يې وکړه چې په نږدې سيمو کې وسله وال طالبان مېشت دي او سپين بيرغونه يې رپېږي، خو بيا هم دوى پر پوليسو بمبار کړى دى. په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلېس کليولينډ مني، چې دوی په ترینکوټ کې هوايي برید کړی خو زیاتوي، چې وسله وال مخالفین یې په کې په نښه کړي دي. طالبانو هم ويلي چې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې يو شمېر پوليس وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *