د ټاکنو خپلواکو کميسيونونو ته د ټاکنيزو حوزو د واک ورکول د ټاکنو ځنډولو لپاره يوه بهانه ده

د ټاکنو خپلواکو کميسيونونو ته د ټاکنيزو حوزو د واک ورکول د ټاکنو ځنډولو لپاره يوه بهانه ده چي له امله به يي د ټاکنو نيټه وغځول شي

د فیفا یا د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ریس یوسف رشید ویلي: دا چې تر اوسه دا نده روښانه چې د ټاکنو نوی کمسیون به کله په کار پیل کوي، خو دې کمیسیونونو ته د واکونو او موضوعاتو ورکول ددې لړۍ د ځنډیدو لامل ګرځي. د افغانستان مدنې ټولنې غړي حبیب الله ننګ ویلي: د ملي یوالي حکومت د خپلو شخصي غوښتنو له مخې د ټاکنو تر سره کیدو د بهیر د ځنډولو هڅه کوي.

د ټاکنو اړوندې اداري له ملي یوالي حکومت څخه غواړي ترڅو له دې ډير د خلکو پر برخلیک لوبې ونکړي او تر نږدې راتلونکې د ټاکنو په هکله اړین سمون رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر د ټاکنو په بهیر کې د سمون قانون لاسلیک کړی او د ټاکنو کمیسیون ته اختیار ورکړی ترڅو د ټاکنو حوزې وټاکي. کابینې د وږي میاشتې په دوهمه نیټه، د هر ولایت په کچه د ولسي جرګې یوې څوکۍ ورکولو ته مثبته رایه ورکړه خو کارپوهان د هیواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره دا مسله ستونزمنه او نیمګړې بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *