په اردن کې سوري کډوال له ديرو ستونزو سره مخ شوي

په اردن کې سوري کډوال له ديرو ستونزو سره مخ شوي او دوی بيړنيو مرستو ته اړتيا لري د ملگرو ملتونو دبشر دوستانه ځانگې استازي اسټيفن اوربرايان له دې سره ويلي سوري کډوال د اردن پولي ته نږدې په پنډغالي کې ډير بد حالت لري

نږدې اویا زره هغه سوري کډوال چې د اردن له پولې سره نږدې په یوه پنډ غالي کې پراته دي له ډيرو بدو حالتو سره مخ دي. دوی د امنیت نشتون او د خوړو پر کمښت نیووکې کوي. د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو په برخه کې کارکونکي اسټیفن اوبرایان په عمان کې یوې خبرې ناستې ته ویلي: د کډوالو پنډغالی له امنیتي ګواښونو سره مخ دی او دې سیمې ته د مرستو رسول هم ستونزمن کار دی.

“مونږ د داسې یوې تګلارې په رامنځ ته کولو بوخت یو چې له مخې به یې اړو کورنیو ته د مرستې وروسول شي دا مرستې به له هغه کسانو سره وشي کوم چې له سوریې را کډه شوي او ډير بد حالت لري. د اصولو له مخې دې سیمو ته د مرستې رسول باید داو طلبانه وي د هغه کسانو له لوري چې له دې کډوالو سره د مرستې غوښتنه کوي.”

د اوبرایانو په وینا ډيری کډوال په هغه سیمه کې په کیږدیو کې ژوند کوي چې د ترکیې عراق او اردن ترمنځ له شخړو ډکې دي او پاتې نور د عمان په درې سوه پنځه دیرش کیلومتره لرې سیمه کې شپې ورځې تیروي. دا سوري چې ډيری یې ښځې او ماشومان دي ډيری شپې ورځې یې پلی مزل کړی او اوس مهال د اردن پولې ته نږدې له کومو لومړنیو آسانتیاوو پرته ژوند کوي.

په ورته حال کې د سوریې پوځ ویلي چې دوی د حلب ښار ډيره مهمه سیمه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په حلب کې جګړې ته زور ورکړل شوی دی. د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمیره له نږدې درې سوه زرو ته رسیدلې خو ځینې ریپوټونه چې پخلی یې ندی شوی د وژل شویو کسانو شمیره له څلورسوه زره لوړه بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *