د چين په جي يانگ ولايت کي به د يکشنبه په ورځ د جي شل غونډه پيل شي

د چين په جي يانگ ولايت کي به د يکشنبه په ورځ د جي شل غونډه پيل شي دا په داسي حال کي ده چي چين غواري له ځانه د نړۍ په کچه اقتصادي چارو کې مهم ميراث پر ځاي پريږدي

تر اوسه جی جیانګ ولایت ته د نړۍ ډيری مشران رسیدلي دي ترڅو په هغه غونډه کې ګډون وکړي کوم چې د نوښت په لور خوځښت، د نړۍ یوالی او نړیوال اقتصاد په نامه یادیږي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکی مون تیره ورځ دې ولایت ته رسیدلی ترڅوپه دې مهمه اقتصادي ناسته کې د چین میلمه شي. دا ناسته له دې امله اړینه او د اهمیت وړ ده چې د نړۍ هغه بډای هیوادونه به په کې ګډون کوي کوم چې د نړۍ په کچه پنځه اتیا سلنه اقتصاد په واک کې لري.

د تل پاتې پرمختګ لپاره د اقتصاد بیرته را ګرځول، له اقتصادي ځوړ څخه تیښته، پر نړیوال اقتصاد مدیریت او د ستونزو پر وړاندې مبارزه ددې ناستې له اصلي موخو څخه شمیرل کیږي. اته کاله وړاندې ورته یوه غونډه په واشنګټن کې تر سره شوې ده او چین وکولای شول په دوه زره پنځه لسم کال کې ددې ډول بلې غونډې کوربه توب تر لاسه کړي. چین غواړي ترڅو د نړۍ مهم اقتصادي میراث له ځانه پریږدي . د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، دا مهمه نده چې نړۍ اوس مهال له څه ډول اقتصادي حالت سره مخ ده، مهمه خبره داده چې ټوله نړۍ باید د ستونزو د هواری لپاره لاس په کار شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *