چين چي د نړۍ په کچه تر ټولو دير اکسيدکاربن توليدوي د پاريس اقليمي تړون يي په رسمي توگه لاسليک کړ
چين چي د نړۍ په کچه تر ټولو دير اکسيدکاربن توليدوي د پاريس اقليمي تړون يي په رسمي توگه لاسليک کړ دا غونډه په نرۍ کي د گلخانه يي غازو د مخنوي په موخه تر سره شوې وه
تاکل شوي وه چي چین او امریکا، چې په نړۍ کې تر ټولو ډير تولیدونکي هیوادونه دي د آتي شل په غونډه کې یې د قانونو جوړونې په برخه کې پریکړنده ګامونه پورته کړي وی. د دسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو پریکړه کړې وه چې په نړۍ کې د اکسید کاربن او نورو ګلخانه یي غاازو د کمښت لپاره ګامونه پورته کوي او په دې برخه کې به خپل دریځ روښانوي. د پآریس د تیر کال په ناسته کې امریکا او چین هغه هیوادونه وو چې دې برخې ته د هوکړې په رسیدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
او اوس ددې خبر په پخلي سره چې ددې هیوادونو له لوري په رسمي توګه د ګلخانه یي غازو د مخنیوي په موخه ګامونه پورته کړل شوي، هیلې رامنځ ته شوې دي.
د پآریس په تړون کې له دې سره د نړۍ د تودوخي د کچې د ټيټښت په هلکه چې کچه به یې تر دوه ساتنيګرادو وي پلان رامنځ ته شوی دی. دا هوکړه به هغه مهال پلي کیږي کله چې د نړۍ پنځوس هغه هیوادونه چې د تودخو په برخه کې رول لري او شمیره یې پنځه پنځوسو ته رسیږي، لاسلیک کړي.
د امریکا او چین له لوري د وروستي تړون لیک په لاسلیک سره ددې هوکړې پلي کیدل څلویښت سلنې ته ورسیدل او ټاکل شوې چې پاتې نور هیوادونه یې هم ډير ژر لاسلیک کړي.