د هيواد 61 سلنه اوسيدونکي نالوستي او يواخي نږدي 40 سلنه افغانان سواد لري

د هيواد ۶۱ سلنه اوسيدونکي نالوستي او يواخي نږدي ۴۰ سلنه افغانان سواد لري

د پوهني وزارت د ليک لوست مرستيال له دي سره ويلي، په هيواد کي د ليک لوست د مناسب پلان د نشتون له امله له ۲۰۰۸ کال راهيسي د پوهني په برخه کي يواخې څلور سلنه پرمختگ شوی دی

د پوهني وزارت د ليک لوست له نړيوالي ورځې په داسي حال کي نمانځنه کوي، چې ددې وزارت د لیک لوست د مرستیال په وینا اوس مهال لس میلیونه افغانان نالوستي دي. د پوهنې وزارت ویلي: ناامني او د نالوستۍ ټولګیو ته د زدکونکو ریزیش هغه ستونزې دي چې دا وزارت ور سره لاس او ګریوان دی.

د لیک لوست د مرستیال په وینا، په تیرو پنځه لسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې یواځې څلور سلنه پرمختګ شوی دی او د لیک لوست لپاره ددې وزارت ځانګړې شوې بودیجه هم یو سلنې ته رسیږي. د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ویلي: په تیرو کلونو کې دې وزارت شپږو میلیونو کسانو ته د لیک لوست لاره هواره کړې او دوه میلیونه له دې کورسونو فارغ شوي دي.

د پوهنې وزارت مرستیال ویلي: په تیرو کلونو کې د لیک لوست د کچې لوړولو په برخه کې د پآم وړ ګامونه پورته کړل شوي خو دا پورته شوي ګامونه هم بسنه نکوي. دوی زیاته کړې چې په بشپړه توګه د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره د ټولو یوالی اړین دی او دې وزارت په دې برخه کې له یو شمیر نورو وزارت خونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

د لیک لوست مرستیال وویل: ددې وزارت پلانونه دا دي، چې باید د لیک لوست کورسونه په داسې سیمو کې رامنځ ته شي چې نالوستي کسان وکولای شي په ډيرې هوساینې سره پکې زدکړې وکړي. دوی ویلي په افغانستان کې د لیک لوست بیه پنځوس ډالره ده چې د ګاونډیو هیوادونو د بیې په پرتله له څلورو یوه برخه ښیي. د پوهنې وزارت ویلي: دې وزارت ځینې ګتور پلانونه چې په هکله یې نړیوالې ټولنې سره هم ژمنه کړې تر لاس لاندې لري. ټاکل شوې تر ۲۰۲۰ په افغانستان کې د سواد کچه پنځوس سلنې ته لوړه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *