د يمن په سعده ښار کې د سعودي عربستان په هوايي بريد کي د يوي کورنۍ 16 غړي وژل شوي

د يمن په سعده ښار کې د سعودي عربستان په هوايي بريد کي د يوي کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي د دي کورني مشر د يوه جومات ملا امام وو او تيره ورځ تر بريد لاندي راوستل شوي دي

له دې سره چې پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف پر هوایي بریدونو نیوکې کیږي ځکه چ ې له امله یې ډيری ملکي کسان وژل شوي، په دې ډول وروستي برید کې چې تیره ورځ تر سره شوی د یوې کورنۍ شپاړسو غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. وژل شوي کسان د صالح ابوزینه کورنۍ غړي دي او د سعدې ښار شمالي سیمې ته له یوه جومات سره اوسیدل.

د نړیوالو رسنیو له لوري داسې انځورونه خپاره شوي چې خلک له ړنګو یو ماشوم را باسي او عیني شاهدانو ویلي چې تر اوسه د ډيرو وژل شویو کسانو په را ایستولو کې پاتې راغلي دي.

عيني شاهد: “تر اوسه ډيری مړي تر خاورو لاندې پاتې دي مونز دوی ته لاس رسی نلرو له دې ویرې چې عربستاني الوتکې به یو ځل بیا بریدونه پیل کړي ددې کسانو ژغورولو ته نشو ورتلای.”

په همدي ډول، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن په تړاو یوه بیړنۍ ناسته تر سره کړه. اسمعیل ولد شیخ احمد، چې ددې هیواد لپاره دملګروملتونو ځانګړی استازی دی، ویلي: په یمن کې د جګړې د دوام له امله په لسګونه کسان وژل شوي دي.

شیخ احمد ټینګار کړی، په دې هیواد کې د دولت له نشتون څخه القاعده او داعش ځانګړې ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو دې استازي ویلي په یمن کې د جګړې له امله د کډوالو شمیره درېو میلیونو وګړیو ته رسیدلې ده. ده پّ دې هیواد کې د ستونزو د هواری غوښتنه کړې. تیره ورځ د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږي کونکي ویلي: د یمن اتلس میاشتنۍ جګړه د لسو زرو کسانو د وژل کیدو لامل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *