اسرایيلو رژيم د باختري تړانگې په نيول شويو سيمو کي د 464 کورنو رغاونه تصويب کړې

اسرایيلو رژيم د باختري تړانگې په نيول شويو سيمو کي د ۴۶۴ کورنو رغاونه تصويب کړې ده له دي څخه يو سل نهه اويا کورونه د اسرايلي عامو خلکو له لوري په غير قانوني ډول رغول کيږي او له دي وروسته به د اسرايلي رژيم له لوري په رسميت وپيژندل شي

د فلسطین به نیولو شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د کورنو رغاونه په داسې حال کې تصویب شوې چې امریکا په دې هکله خپله ژوره خواشیني ښودلې ده. امریکا چې د اسرایلو له اصلي مالي ملاتړ کونکو څخه شمیرل کیږي، خبرداری ورکړی، چې له اسرایلو سره د پخلاینې راتلونکې خبرې به له خنډونو سره مخ کړي.

ملګري ملتونه هم په نولس سوه اوه شپتم کال کې له جګړې وروسته نیول شوې ځمکې غیر قانوني بولي او په سیمو کې د یهودیانو لپاره د کورنو رغاونه غندي.

له دې سره، له کله چې ختیځ بیت المقدس او باختري تړانکه نیول شوې، د اسرایلیانو له پاره له سلو ډير ښارګوټي رغول شوي چې اوس مهال پنځه سوه اویا تنه اسرایلیان پکې ژوند کوي.

د اوسنۍ سولې لپاره سازمان چې د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د پخلاینې هڅې کوي وایي، د اسرایلي ښي اړخيو له په دوه زره شپاړسم کلا کې دوه زره شپږ سوه در ویشت اسرایلیانو ته کورونه تصویب کړي دي.

له دې کورنو څخه، اوه سوه شپږ پنځوس یې له هر ډول جواز پرته رغول شوي خو د اسرالو رژیم له رغاونې وروسته په رسمیت پیژندلي دي.

استوشتید پرس خبري آژانس د اوباما د دولت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې چې نوم یې ندی اخستل شوی لیکلي: ددې ډول غیر قانوني کورونو رغولو ته د جواز ورکول په هره سیمه کې د اسرایلو له لوري د کورنو جوړونې ته د شنه څراغ ښودنه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *