دامریکا شین ګوند له عربستان سره د مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده

دامریکا شین ګوند له عربستان سره د مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده

دامریکا شنه ګوند ژر تر ژره له عربستان سره د مرستو دبندیدو او د یمن کې د جګړې دبندولو په تړاو پر عربستان له دیپلوماتیکي لارو د کارولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا مشرانو جرګې لپاره د امریکا شنه ګوند نوماند رابین ویلسون ویلي:«سعودي عربستان په یمن کې د خلکو د وژنې لپآره له امریکایي وسلو کار اخلي. دعربستان پّ مشری ایتلاف په روغتونو او مدرسو بریدونه کوي چې تر اوسه یې له امله په سلګونه کسان چې ډيری یې ماشومان دي وژل شوي دي.»

ده زیاته کړې:«شین ګوند له سعودي عربستان سر دمرستو بندولو غوښتنه کوي باید له سعودي عربستان سره ټولې مرستې تر هغې بندې شي ترڅو چې دیمن مسله  هواره شي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې دې هیواد په دې وروستیو کې پر سعودي عربستان د پنځه لس اعشاریه یو میلیاردو ډالور په ارزښت وسله پلورلې ده.

د امریکا شنه ګوند نوماند جیل استاین پّ یوه خبري ناسته کې چې د حوت میاشتې پّ درویشتمه نیټه تر سره شوې ویلي، له سعودي عربستان سره دامریکا مرستې باید بندې کړل شي.

د شنه ګوند غړیو زیاته کړې، امریکا له سعودي عربستان سره د وسلو ورکړه دتیلو پراخو زیرمو ته د لاس رسي او په منخني ختیځ کې د سیاسي کنترول په موخه مرسته کوي.

له دې سره دې ګوند له سعودي عربستان سره د ډيرې مرستې په هکله چې کیدای شي که چیرې هیلاري کلنټون ولسمشره شي، اندیښنه ښودلېده. دوی په دې آنددي چې هیلاري کلنټون به له سعودي عربستان سره اړیکې نورې هم ښې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *