ددغې خبرې د خپرېدو سره سم د هند په ټولنيزو رسنيو كې د زرګونو كسانو غبرګون راپارېدلى. د آمانګ په نوم ۴۲ كلن سړی چې مېرمن يې په روغتون كې مړه شوې وه او دده په وينا روغتون دی ته د خپلې مېرمن د جسد د انتقال لپاره د امبولانس له وركولو ډډه وكړه، دیته اړ شو چې په اوږه يې انتقال كړي. ددغې خبرې د خپرېدو سره سم د هند په ټولنيزو رسنيو كې د زرګونو كسانو غبرګون راپارېدلى. آمانګ وايي چې د« اوريسا »د ايالت د باوانيپاتنا په سيمه كې مVaranasi-1ېرمن يې د سل د ناروغۍ له امله په روغتون كې وفات شوه. د روغتون له چارواكو څخه يې د امبولانس د پر له پسې غوښتنې سره سره دی ونشو كولاى چې امبولانس ترلاسه كړي. د موټر د كرايې د پېسو د نه لرلو له امله يې د خپلې لور سره د مېرمن مړى په اوږه كړ تر څو ۶۰ كيلومتره وړاندې كلي ته يې ورسوي. دا په داسې حال كې ده چې د روغتون چارواكو ويلي دي چې په دغه پېښه كې هيڅ ډول ګناه نه لري. ځكه آمانګ د روغتون د چارواكو سره د مشورې پرته د خپلې مېرمن جسد اخيستى دى. آمانګ د ۱۲ كيلومتره واټن وهلو نه وروسته د خلكو په مرسته موټر وموند تر څو د خپلې مېرمنې جسد انتقال كړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *