کندهاري سوداګر وایي، په تیرو نهو ورځو کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د چمن سپین بولدک د لارې د بندولو له امله یې میلیونونه ډالره زیان کړی دی.

د کندهار د ولایت یو ش5BB5D898-FC56-4930-AB4A-7A07FC0CC3E8_w987_r1_sمیر سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې د نهو پرله پسې ورځو لپاره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د چمن سپین بولدک د لارې د بندولو له امله خفګان څرګند کړ او د افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د پاکستان د حکومت سره دې په دې مسله په لوړه کچه خبرې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند د کندهار د بزګرانو د انګورو د حاصل په موسم کې چمن – سپین بولدک د لارې تړل د پاکستاني سرحدي ځواکونو یوه داسې پریکړه وګڼله چې د ښاغلي مومند پر وینا هیڅ د توجیه وړ نه ده.

ښاغلي مومند وویل “مونږ د افغانستان د حکومت څخه خواهش او ګیله هم لرو، چې په دغو ورځو کې چې د انګورو د حاصل موسم دی، که تاسو لاړ شئ د انګورو باغونو ته د انګورو ډک موټر ولاړ دي او ورڅخه اوبه بهیږي”.

افغان سوداګرو دې غونډې ته وویل، دوی نه پوهیږي چې ولې دا لاره تړل شوې ده، خو هغوی ادعا کوله چې پاکستان هرکال د تازه میوو د حاصل پر وخت داسې اقدامات ترسره کوي چې له امله یې افغان بزګران او سوداګر زیان ویني.

هغوی د دغې لارې د بندیدلو له امله پیښ شوی زیان د میلیونونو ډالرو زیان وباله، د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه یې کلکه ګیله وکړه چې د ټاکنو پر وخت یې د کندهاریانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره دواړو دغه ولایت ته منډې وهلې، خو د هغوی پر وینا اوس چې کندهاریان د لویې ستونزې سره مخ دي ددغو دوو مشرانو څخه یو یې هم غم نه خوري.

د چمن – سپین بولدک لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه لویه ترانزیټي لار ده چې تر ۹۰٪ څخه زیات صادرات او واردت د افغانستان جنوبي ولایتونو ته د همدې لارې تر سره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *