ولسمشر او اجرایي ریس په دریمه لیدنه کې ځینې هوکړو ته رسیدلي
ټاکل شوي دواړه مشران په روانه اونۍ کې یو ځل بیا له یوه بل سره وګوري.
د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په درییمه غونډه کې چې تیره شپه په ارګ کې ترسره شوې، د ټاکنو د سیستم د اصلاح اود الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر د پیلدو په ګډون په یو شمیر مسلوموافقې شوي دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وویل، د تیرې شپې په غونډه کې د اساسي قانون د تعدیل د کمیسیون په جوړولو او دواړو مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې د څارنې لپاره د جوړې شوې کمیټې د غړو په ټاکلو موافقه هم شوې ده.
ښاغلي فیصل وویل ” بله غونډه په روانه اونۍ کې ترسره کیږي چې پر هغو مسایلو به خبرې وشي چې لا هم بحث ته اړتیا لري چې بیا به د شوو خبرو پایلې هم اعلان شي”.
د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې هم د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس ترمنځ په ارګ کې د تیرې شپې غوڼده تائید کړې ده.
د افغانستان د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د واک پر سر د ویش دا تازه جنجالونه د زمري د میاشتې په یوویشتمې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا وروسته راپورته شول.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله دغه وینا کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي د حکومت د چارو په ترسره کولو کې په خپلسرۍ تورن کړ او ویې ویل چې په تیرو دریو میاشتو کې یې له جمهوررئیس سره د یو ساعت لپاره هم په ځانله سر غونډه نه ده کړې.