پاکستاني پولیسوپه کویټه کې پر یوې مدرسې برید کړی

پاکستاني چاراکیو تراوسه به دې هکله، چې ددوی د بریدموخه څه وه څه ندي ویلي.

پاکستاني ځواکونو د کوټې د ښار په جنوب لویدیځ کې پر یوې مدرسې باندې چاپه وهلې او شاوخوا ۱۰۰ افغانانان یې چې د ترهګرو سره د تړاو شک پرې دی نیولي دي.

د ایالتي حکومF432DEB9-F066-4818-BDB7-16C59D2DB3AC_cx0_cy5_cw0_w987_r1_s_r1ت ویاند انورالحق کاکړ ویلي،  نیول شویو کسانو اسناد نه درلودلل. چارواکو د مدرسې ځیني کتابونه هم ظبط کړي دي.

چاپه د بوسا منډۍ په سیمه کې وهل سوې او د برید وروسته مدرسه تړل سوې ده. د نیول شویو کسانو څخه اوس تحقیقات کېږي.

دا لا معلومه نه ده چې د شنبې د ورځې چاپه ولي وهل سوې ده خو په هغه سیمه کې چې چاپه وهل شوې هلته زیات شمیر افراطیان اوسیږي چې د افغاني طالبانو په شان ډلو سره اړیکې لري.

افغان چارواکو په واري واري دا ادعا کړې ده چې طالبان په کوټه کې میشتې د کوټې د شورا څخه هدایت اخلي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا ده. افغان چارواکي دغه راز هڅه کوي چې په همدې خاطر پر اسلام اباد باندې فشار وارد کړي چې د خپلې خاورې څخه طابان وباسي. خو پاکستاني چارواکي بیا دغه تورونه ردوي.

پاکستانیان دا مني چې د افغان کډوالو په مینځ کې چې په دې ایالت کې اوسیږي ښايي طالبان هم پټ وي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو په دې ورستیو کې په دغه هیواد کې د هغو افغانانو پرضد سخت دریځ غوره کړی دی چې په بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې په غیر قانوني ډول اوسیږي او په سلګونو کسان یې نیولي او افغانستان ته یې بیرته شړلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *