د ننګرهار په چپرهار كې د عملیاتو پر مهال له سلو ډيرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چپرهار كې ځمكني او هوايي عمليات، ۷۶ طالبان وژل شوي، ۴۰ ټپيان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په بيګا شپه او نن سهار په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بمبارn00061007-b او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وویل، تیره شپه د چپرهار ولسوالۍ سپین جومات، څپرې او شین کندي سیمو کې  د کورنیو ځواکونو له لورې پر وسله والو هوايي او ځمکني بریدونه شوي، چې په ترڅ کې يې نږدې ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

هغه وايي، په ترسره شويو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی، بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري هم وویل، چې په یادو بریدونو کې ۷۶ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

زمري په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې نه اوښتو ډاډ ورکړ؛ خو وايي یو جومات په کې ویجاړ شوی دی.

په همدې حال کې د سیمې یو اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې نشر شي کلید ته وویل، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې داعش ډلې ته خط جوړ کړی و، چې د دولتي ځواکونو تر برید لاندې راغلل.

هغه زیاته کړه، تر برید وروسته وسله وال په سیمه کې یو جومات ته ننوتل او دولتي ځواکونو پرې د بې پیلوټه، جیټ الوتکو بمبارۍ او ځمکني بریدونه هم وکړل، چې له امله یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه شخص چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي كليد ته په خپلو خبرو كې زياته كړه چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی؛ خو د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

بلخوا وسله والو طالبانو په دغه نښته کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو او ۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یو راستولي ټلیفوني پیغام کې دعوه کړې، چې ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې له طالبانو سره تر نښتې وروسته د خلکو د استوګنې پر کورونو او یو جومات باندې بمبار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *