د سوریې په شمال کې د امریکا د متحدینو ترمنځ نښتې
د سوریې په شمال کې د امریکا د متحدینو ترمنځ نښتې
ترکیې د سوریې د جرابلس ښارګوټی د داعش نه د چهارشنبې په ورځ ونیوه.
د سوریې په شمال کې د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو چې ترکیه یې ملاتړ کوي او د کردي وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي. دغه دواړه خواوي د داعش په خلاف د امریکا متحدین ګنل کیږي.
د ترکیې د اناتولیا خبرې آژانس ویلي دي چې د کردي وسله والو په یوه راکټي برید کې یوه ترکي عسکر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.