له تور والی هم لوړ رنګ شته … د کفریا او الفوعه حالات

له ځلورو کلونو راهیسې کلابندی ددې دوه ښارونو اوسیدونکي، چې د ادلب ښار شمال ختیځه اوله ترکیې سره ګډې پولې ته پروت دی، له ډیریو ستونزو سره مخ کړي دي.

دا دوه سیمې، د صهیونیستیانو او تکفیریانو چی د سمندرونو په څیردي، کې په منځ کې پاتې دي چې تر اوسه یې ددې دوه سیمو اوسیدونکو ته له ویجاړۍ او مرګ څخه بل څه نه درلودل.

الفوعه یو سوري میشته بنس سیمې درلودونکی او د ادلب ښار ته نږدې پروته ښار دی چې لس زره دوه سوه څلور شپیته تنه اوسیدونکي لري. کفریا د ادلب ادارې تر واک لاندې یو ښار دی چې د شمال لور ته په اته کیلو مترۍ کې پروت دی.

د معره مصرین ښارګوټۍ د الفوعه په شمال لویدیځ او الفوعه د رام حمدان په ختیځ کې او د کفریا په ګاوند کې پروت دی.

دا ښارونه د وسله والو ډلو له لوري چې پیژڼدل شوې یې جبهه‌النصره، جیش الفتح و احرار الشام و جندالاقصی چې په بنش او الصواغیه او تل الخربه دي.

د مارچ میاشتې په اته ویشتمه او له څلورو ورځو نښتو وروسته ددې دوه ښارونو په زرګونه اوسیدونکي کلا بند شول.

د دوه زره پنڅه لسم کال د اګست میاشتې په لړ کې چیش الفتح پر دې دوه ښارونو د عملیاتو دوام اعلان کړ.

د دوه زره پنځه لسم کال د سپتمبر میاشتې په اتلسمه پر دې ښآرونو خپلو بریدونو ته زور ورکړ. پر دې ښآرونو څلور سوه توغندي توغول شوي او د ښار په دننه او د خلکو په منځ کې یو شمیر موټر بم چاودنې هم رامنځ ته شوې دي.

د دوه زره پنځه لسم کال کې د سپتمبر په نولسمه خلک په دې بریالی شول ترځو له الفوعه او تل الخربه سیمو څخه وسله وال په شا کړي. د هغې ورځې په سبا دوهم برخلیک وټاکل شو چې له مخې یې خلک په دې بریالي شول ترڅو د ښارګوټو له خلکو سره مرسته وکړي.

تر اوسه هم په دې ښارونو کې توغندي وریږي او دا لړۍ هره ورځ دوام لري، دې مسلې د دې ښارونو د اوسیدونکو ترمنځ ویره او ډار رامنځ ته کړی او دوی یې له اندیښنو سره مخ کړي او حتی ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي.

ددې دوه ښارګوټو اوسیدونکي د لومړنیو اړتیاوو له مخې له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ځکه چې خواړه او پوشاک په ډيرې سختی سره تر لاسه کیږي. دې سیمو ته ځینې وخت په پټه د سوداګرو له لوري خوراکي توکي راوړل کیږي خو د لوړې بیې له امله د بیوځله او غریبو کسانو لاس ته نه ورځي او ددوی دسترخوانونه تل تش وي. دا هغه کوچونۍ ستونزې دي چې ددې سیمو اوسیدونکي ور سره لاس او ګریوان دي. له دې سربیره ددې سیمې اوسیدونکي د نښه ویشتونکو له لوري په نښه کیږي او په دې سره خلک له مړینې او لوږې سره مخ شوي دي.

ددې ښارګوټو ستونزې یواځې جغرافیایي کلابندي نده. مخابراتي سیتسمونه د وسله والو له لوري په نښه کیږي چې په دې سره به بهر سره اړیکې له منځه ځي. ددې سیمې لوړې ځوکې هم د نښه ویشتونکو تر واک لاندې دي او که څوک د یوه آنتن د تړلو لپاره پورته شي د نښه ویشتونکو له لوري په نښه کیږي.

له روغتیایي اړخه هم ددې ښآرګوټو حالت د اندیښنې وړ دی. درمل په ډيرې سختی سره تر لاسه کیږي. د یابت او وینې د فشار ناروغیو سربیره، التهاب کبد او ګوارشي التهاب د خلکو ترمنځ په لوړه کچه لیدل کیږي او که چیرې یې درملنه ونشي په ګواښونکیو ناروغیو اوړي چې پایله به یې مرګ وي. خو حتی مسکن درمل هم د کلابندی له دیوارونو نه اوړي.

په دې ښآر کې د ماشومانو خوشي او ساعت تیري په دوړو او غمونو اوښتې ده. نن یو ماشومان د خپلو دوه خویندو د له لاسه ورکولو په ویر کې ناست وو. له دې سره چې دی ډیر کوچونی وو خو د هوایی بریدونو له امله یې د کور د له لاسه ورکولو غم کاوه.

د دې ښارګوټو کلابندي مړینې ته د خلکو د نږدې کیدو لامل شوې. چې دې ته آرامه تدریجي مړینه ویلی شو. دلته ډوډی او درمل په یوه هیله اوښتې دي او خلک د تندې له امله ناسمې اوبه کاروي.

د یوه نیم کال په تیریدو سره، نړیوالې ټولنې تر اوسه په دې هکله پټه خوله غوره کړې ده او ددې خلکو د ژغورنې په موخه یې هیڅ ډول ګام ندی پورته کړی. کیدای شي د بشر حقونو فعالین دا ستونزه یوه کوچونۍ ستونزه وګڼي، ځکه چې دا ښار ګوټي په آلمان او فرانسه کې ندي ترڅو پکې تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي او یا لږ ترلږه تر یو څو دقیقو چوپتیا غوره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *