علي عبدالله صالح د یکشنبې په ورځ په حکومتي شورا کې چې په دې وروستیو کې په یمن کې رامنځ ته شوې، ویلي کیدای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له روسیې سره همکاري پیل کړي. ده ویلي دا همکاري هغه مهال شونې ده کله چې روسیې ته په دې سیمه کې پوځي هډې ورکړل شي.

د یمن پخواني ولسمشر له راشا څلور ویشت ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، دوی دې ته چمتو دي ترڅو مسکو ددې هیواد له پوځي هډو او سمندر څخه په آزاده توګه ګټه پورته کړي.

صالح په دې مرکه کې چې په صنعا کې شوې ویلي: «مونږ د ترهګري پر وړاندې له روسیې سره جوړ جاړي ته چمتو یو. مونږ خپل لاس اوږدوو او دوی ته په خپله خاوره سمندر او هوا کې ټول امکانات چمتو کو. مونږ له روسیې سره هر ډول همکایر ته چمتو یو.»

د یمن او مسکو ترمنځ اړیکې د پخواني شوروي له شنل کیدو مخکې حالاتو ته ورګرځي، هغه مهال زر روسي سرتیرو او مشاورینو په سویلي یمن کې چې هغه مهال خپلواکه هیواد وو فعالیت درلود.

د شنبې په ورځ په زرګونه یمنیانو د یوه لاریون په تر سره کولو سره په صنعا کې له انصارالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه د عالي شورا نوي ریس چې د پارلمان له لوري ټاکل شوی تر راتلونکو څو ورځو یې د بشپړ حکومت د رامنځ ته کولو اعلان کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *