په فاریاب ولایت کې هغه کس ونیول شو چې خپل خور او مور یی وژلي و

د فاریاب ولایت پولیسو هغه کس نیولی چې ۱۵ ورځې مخکې یی خپل مور او خور وژلې وو.

13308245_698022533668980_2234226216814027545_o

د فاریاب ولایت د پولیسو عبدالکریم یورش خاورمیانه ته وویل چې نجم الدین د اسد په ۲۰ نیټه د میمنې ښار په یمبلاق سیمه کې په خپل کور کې ونیول شو.

د نوموړي په وینا یاد کس ۱۵ ورځې وړاندې خپل مور او خور وژلو ورسته په تیښته بریالی شوی وو،خو امنیتي او کشفې ارګانونو د هغوي تعقیب کې وو.

یورش زیاته کړه چې دا څیړنې له مخکې د یاد کس څخه شوي دي.

د یوه بل خبر پر بنسټ،د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسلوال طالب وژل شوي او ۵ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

یورش په دې اړه وایی چې وسلوالو طالبانو تیره شپه په ۹ بجو د تبچاق او نهرین ولسوالیو په یو شمیر پوستو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له دفاعې عملیاتو سره مخ شول او یاد کسان په شا وتمبول شول.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امنیتي چاروکې وایی چې د فاریاب ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې لا هم عملیات دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *