د بغلان ولایت په دهنې غورې ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو ۲ سرتیرو څخه پوستکی ایستلی

د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د یاد ولایت د والي دفتر ته راغلي؛او ادعا کوي چې طالبانو ورسته له هغه چې د پولیسو دوه سرتیري ونیول هغوي یی پوست کړل او بیا یی په ډزو ووژل.

13978049_1146284285432690_1290140253_o

د نوریه حمیدي په نامه یوې مدنې فعالې خاورمیانه ته وویل چې دا پولیس ورسته له هغه طالبانو ته تسلیم شول چې په دهنه غورې یی برید وکړ.

نوموړې په داسې حال کې چې حکومت په بی کفایتې تورنوي؛ غوښتنه کوي چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو ته دي اسلې او مهمات ورکړې ترڅو دوي خپله د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

میرمن حمیدي ټینګار وکړ چې دولت باید د دې سرتیرو د وینو غچ واخلې.

د دهنه غورې ولسوالۍ اوسیدونکي وایی چې په دې ولسوالۍ د طالبانو برید ورسته ۲۰ امنیتي سرتیري محاصره او طالبانو ته تسلیم شول.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه هم دهنه غورې ولسوالۍ د طالبانو تر بریدونو لاندې راغله.

تر دې مهاله دولتې چارواکو او وسلوالو طالبانو لا څه ندي ویلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *