په بدخشان کې د ماین چاودنې له کبله دوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو ملي پولیس ټپې شوی دی.
د بدخشان د والې ویاند نوید فروتن خاورمیانه ته وویل چې دا چاودنه تیر ماښام د بهارک ولسوالۍ په یخ دره سیمه کې شوې ده چې د پولیسو یو رنجر د سړک په غاړه په یوه خښ شوي ماین وخوت.
د نوموړې په وینا په دې چاودنه کې رنجر موټر خراب یو کس مړ او ملي پولیس ټپې شوی دی.
تر دې مهاله کوم کس او یا هم کومې ډلې د دې برید پړه په غاړه نده اخیستې.