په سرپل کې د ټرافیکې پیښې له کبله دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د جوزجان ـ سرپل په واټن کې د یوې ټرافیکې پیښې له کبله دوه تنه مړه او یو تن بل ټپیې شوی دی.

۶

د سرپل د پولیسو قومندان عبدالقیوم باقي زوي خاورمیانه ته وویل دا پیښه نن سهار د ۱۰ بجو شاوخوا کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په وینا دا پیښه د ګاز د ټانکر سره د یوه کرولا ډوله موټر ټکر له کبله چې د سرپل په لورې روان وو رامنځ ته شوي چې په دې پیښه کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو تن بل ټپې شوی دی.

هغه زیاته کړه؛ د کرولا چلونکی او د نفت او ګاز ادارې یو انجنیر چې په کرولا کې ناست وو د ګاز د اور له کبله مړه شوي او د ټانکر چلونکی ټپې شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *