په مزار شریف کې د ځانمرګې برید له کبله یو تن وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي

د مزار شریف ښار د منډوي په څلور لاره کې د یوه ځانمرګې برید له کبله یو ملکې کس وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

۷

د بلخ د والې ویناند منیر احمد فرهاد خاورمیانه ته وویل چې دا برید نن د یوې بجې شاوخوا د مزار شریف ښار په منډوي سیمه کې شوی.د نوموړي په وینا په دې برید کې برید کونکي له ځان سره موجود موادو ته چاودنه ورکړه چې له کبله یی یو ملکې کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

فرهاد زیاته کړه چې د برید ټپیان د مزار شریف ملکې روغتون ته وړل شوي دي.په ورته حال کې د مزار شریف د روغتون سر طبیب نور محمد فیض خاورمیانه ته وویل چې دې روغتون ته یو مړی او ۱۴ ټپیان راوړل شوي دي.نوموړي زیاته کړه چې د ټپیان په شمیر کې دوه میرمنې او دریو ماشومانو شتون درلود.

تر دې مهاله کوم کس او یا هم کومې ډلې د دې برید پړه په غاړه ندی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *