د سوریې دمشق ښار په خطر کې دي دا ځل هر ترهګر ته ۱۰۰۰ ډالر

د یو شمیر مستقل رسنیو او مدنې فعالینو اعلان پر بنسټ له هغې ډلې الکسي ګرموف، زیات شمیر ترهګر چې د سوریې تیښتې افسران هم پکې شامل دي او اردن ته یی پناه وړې د امریکا د امنیت تور سازمان تر پوښښ لاندې زده کړي کوي دا ځل د سوریې نوي پوځ نامه لاندې قصد لري چې د دمشق د سویدا او حومه سیمو له لارې د سوریې پر پایتخت برید وکړې.

۱

دا ترهګره ډله چې هغه ټاکل د سوریې د معارضانو مشر ابومرزوق لخوا چې په استانبول کې اوسیږې د مجهزو امکاناتو سره او په هر میاشت کې د ۱۰۰۰ ډالرو په ورکړې سره هڅي کوي ترڅو ځوانان خپل ځان سره د جذب لپاره وهڅوې.او هغوې ته د ۱۰۰۰ ډالرو د ورکړې تبلیغات په دوام داره توګه په ټولنیزو شبکو کې دوام لرې.په زړه پورې خو دا ده چې دا طرحه د تیر کال په لومړیو کې هم اجرا شوې وه خو په جګړه کې پاتې راغلل د النصره سره یوځای د دوي اکثره کسان اسیر شول.

د دوي زیات شمیر سرتیري د داعش ډلې لخوا چې د اردن څخه استول شوي وو د ابوکمال په سیمه کې لمنځه یوړل شول.

دا ځل د امریکا او انګلیس دولتونه چې په رسنیو کې تل له داعش سره د جګړې څخه خبرې کوې دا ځل یی بله لار خپله کړې ده  او قصد لرې ترڅو د هر ترهګر څخه د ۱۰۰۰ ډالرو په ملاتړ سره پر دمشق برید وکړې.

البته دا واضح ده چې امریکا په حلب کې د ترهګرو له ماتې څخه سخت اندیښمن دی او د دې برید لوی عامل، په سوریه کې د نوې جبهې رامنځ ته کیدل،د حلب د ختیځ آزادولو څخه  د پوځ د عملیاتو د پام ګرځول دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *