له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د عراق خلکو د پاڅونوالو نقش

د خلکو څخه جوړ شوی پوځ د عراق پوځ سره چې د عراق د لومړې وزیر لخوا اعلان شو له یو مهم واقعیت څخه یی پرده اوچته کړه او هغه د عراق د حشدالعبي د توان میزان وو چې د داعش د بریدونو د مخنیوې په ورستیو بریاوو کې د دوي شتون په ځانګړې توګه بیا له داعش څخه د فلوجې ښار آزادول وو.

۲

د عراق د خلکو پاڅون ګوند د لومړې ځل لپاره د ایران د قدس سپاه لخوا  په بیلا بیلو برخو کې لکه د رود فرات سیمه کې د بغداد سقوط څخه د مخنیوی او د داعش بریدونو پیل ورسته رامنځ ته شول.همدا چې حشدالعبې رامنځ ته شو د داعش لخوا د عراق د زیات شمیر سیمو فتح کولو کې پاتې راغلل او په یو شمیر سیمو کې یی ماته وخوړه.

د عراق حشد الشعبي چې د یو شمیر ډلو لکه د حضرت عباس ټولېزه ډله،د علي اکبر ټولیز کنډک، د حزب الله ټولیز کنډک او داسې نورو څخه رامنځ ته شوي دي خپل لومړنی او قدرتمند شتون یی د تکریت په آزادی کې څرګند کړ،په ورستې مراحلو کې د عراق حشد الشعبې د انبار ښار پلاځمینه رمادي د آزادولو په عملیاتو کې یی ګډون وکړ او ورسته یی په مستقل توګه د فلوجې ښار یی محاصره کړ او د عراق له پوځ سره یی دا ښار د داعش څخه ونیوو.

د حشد الشعبې د توانمندې یو بل علت د جګړو د تجربو درلودل دي،له تروریزم سره د جګړه په برخه کې د دې ډلې تجربې دومره اړینه ده چې په کم تلفاتو سره یی د فلوجې ښار جګړې ته یی د پاې ټکی کیښود،د عراق د حشد الشعبې د توان دوهم علت دا دی چې ملي وفاقو ته درنښت او په خپلو جذو تامو کې د اهل سنت حذبول دي آند تر دې چې د خلکو جز تامونه نن د اهل سنت وګړو شرقاط ته لبیک ویلی او له داعش سره د جګړې لپاره د عراق د یو کولو پرته له دې چې بهرنې قدرتونو ته تکیه وکړې د هڅو په حال کې دي.

البته غربیان په تیره بیا امریکا او سعودیان له دې وضعیت څخه خوښ ندي او په بیلا بیلو مکرونو سره غواړې ترڅو د اهل سنت او حشد الشعبي ترمنځ تفرقه رامنځ ته کړې خوا دا رویه له حشد الشعبې څخه د شرقاط د اهل سنت په غوښتنه له داعش څخه د نجات لپاره وښودل شوه چې د زیات شمیر پیسو په لګولو سره د امریکا او سعودې دا تفرقه اچونه د کار وړ نه وه او نن ورځ د عراق دولت او خلکو د تروریزم د لمنځه وړلو په برخه کې د حشد الشعبې په توان پوه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *