د حماس ډلې لخوا د فلسطین نیول شویو سیمو ته د سعودې هیت د سفرونو د بندیدو غوښتنه

د فلسطین د اسلامې غورځنګ ګوند (حماس) سره له دې چې د فلسطین نیول شویو سیمو ته د عربستان د پخوانې جنرال انور عشقې په سفر او له صهیونیستې رژیم سره د اړیکو پر عادې کولو او د عربستان د خلکو او له دې ډول سفرونو سره د هغوي مخالفت له نیول شوې قدس سره د اړیکو عادې کول یی وستایل.

۹

له غزې څخه د فلسطین د رسنیو مرکز ریپوټ پر بنسټ،د حماس ډلې ویاند سامي ابوزهری د یک شنبې په ورځ له عربستان څخه وغوښتل چې د دا شان سفرونو او له صهیونیستې رژیم سره د اړیکو عادی کولو چې اشغالګران د فلسطین د ملت حقوق تر پښو لاندې کوې او د اسلامې امت له فکرونو فرهنګ څخه ګټه اخلې مخنیوی وکړي.

د فلسطین نیول شویو سیمو ته د عربستان د تقاعد شوي جنرال سفر او د صهیونیستې رژیم مسولانو سره د نوموړی کتنه د عربستان د خلکو پراخې غوسې راپرولې دي. او د عربستان فعالینو په اجتماعي شبکو کې د عربستان پر دولت سختې نیوکي کړي دي او ویلي دي هغه نادان کسانو چې دا هیواد یی تخریب کړی دولت هغوي آزاد پریښي دي.

د عربستان وګړو له حکومت څخه غوښتې ترڅو ژر تر ژره دې خپلې کړنې پیل کړي که نه دا مسله به د عربستان پر ټنډه د بدنامې یوه بده لکه پاتې شي خو اسلامې او عربې امت به هیڅ کله دې کار ته اجازه ورنکړې.

د فلسطین نیول شویو سیمو ته د عشقې ورستې سفر د عربستان د خلکو عواطفو ته یی سخت زیان رسولی دی او سره له دې چې عشقې ادعا کړې چې د هغه سفر قدس ته وو نه اسراییل ته،خو د عربستان خکلو په ځانګړې په ټولنیزو شبکو په تیره بیا په ټویټر کې د یهودیانو سره د اړیکو عادې کول خیانت دی تر نامه لاندې یو والې یی په لاره اچولې ترڅو د عشقې لوی خیانت او تیروتنه ښکاره کړې او شاید د فلسطینانو له ذهن څخه هم هیڅکله له صهیونیستې رژیم سره د عربستان د اړیکو عادې کولو موضوع پاکه نشي.

تحلیلګران په دې باور دي چې د عربستان د وګړو غربګون د دولت پر هغو هڅو وړاندې چې له صهیونیستې رژیم سره یی د اړیکو عادې کولو کوښښ کاوه د وړاند وینې نه وو او د سعودي مسولان په دې آند دي چي دا غبرګونونه به ډیر محدود وي په تیره چې بیا د خلیج فارس په هیوادونو کې عمومې باورونه  او په ځانګړې توګه بیا د عربستان په دې دي چې هغوې په آرمتیا کې ژوند کوې،د فلسطین په مسلې په اړه چندان تشویش نلري.

خو له دې سره تحلیلګران په دې باور دي چې د عربستان د وګړو غبرګون له انتظار څخه پراخ وو که څه هم ممکن دې چې دا پراخ غبرګونونه به هم له صهیونیستې رژیم سره د عربستان د اړیکو د عادې کولو مخه له ایران سره د مقابلې په بهانه ونه نیسي.

زیات شمیر کار پوهان له صهیونیستې رژیم سره د عربستان د اړیکو د عادې کول د دینې محافظت په موخه او سیاست ته په قدرتمند توګه بیا ځل ننوتل او د فلسطین مقدساتو د دینې شعارونو څخه په ګټه اخیستنې او د خپل غوښتنو د سطحې زیاتول بولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *