ګابریل: عربستان باید د وهابیت جوماتونو له مالي ملاتړ څخه لاس واخلي
د آلمان د لومړۍ وزیرۍ مرستیال دې موضوع ټینګار ترڅنګ چې ګواکې عربستان په ټوله نړۍ کې له وهابیت جوماتونو څخه مالي ملاتړ کوي زیاته یی کړه:عربستان باید د هغو جوماتونو له مالي ملاتړ څخه لاس واخلي چې افرادګرایی ته لمن وهي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د آلمان د لومړۍ وزیرۍ مرستیال زیګمار ګابریل وویل:عربستان باید د هیواد څخه بهر د هغو جوماتونو له مالي ملاتړ څخه لاس واخلې چې افرادګرایی ته لمن وهي.د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د وهابیت جوماتونه د عربستان د مالي ملاتړ څخه برخمن دي. په آلمان کې دا ډول زیات شمیر افرادګرایان چې خطرناک دي له همدغو ټولنو څخه رامنځ ته شوي دي.
زیګمار ګابریل چې د آلمان د لومړۍ وزیرۍ مرستیال او د دې هیواد د اقتصاد وزیر دی عربستان ته یی ګواښ وکړ او وویل:په ورته حال کې مونږ باید سعودې ته څرګند کړو چې د نورو لار پلټل نیټه پاي ته رسیدلې ده.
د سوسیال دموکرات منځنی چپ ګوند مشر ګابریل په آلمان کې وهابیت پورې اړوند جوماتونو پر وړاندې د قاطع ګام غوښتونکی شو او وویل:په سلفي جوماتونو کې د رادیکال د بنیاد ګرایی خطر رامنځ ته کیدل،راتسګرا ګوند کې د افرادګرایی څخه کم ند.
د پارلمان د سوسیال دموکرات فراکسیون مشر توماس اوپرمن هم د هغو ویناوو د بندیدو غوښتونکی شو چې د تضمین شویو د اساسې آزادې سره په تضاد او د آلمان په اساسې قانون کې شتون لرې.
نوموړي وویل:مونږ به په آلمان کې د ایدئولوژی وهابیت پرمختګ او د وهابیت جوماتونو جوړښت څخه د عربستان د مالي ملاتړ مخه ونیسو.
اوپرمن په دوام کې وویل:په نورو هیوادونو کې د داعش د وهابیت ایدئولوژې د میانه رو مسلمانانو رادیکال جوړونه به زیاته کړي. په آلمان کې داسې کوم شي ته اړتیا نشته او مونږ یی نه غواړو.