ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایی بریدونو کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت په پیچیراګام ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایی برید کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

۶

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ننګرهار د مطبوعاتې خبرپاڼې له مخې،تیره شپه د بهرنیانو د بې پیلوټه الوتکې په هوایی بریدونو کې ،د پیچیراګام ولسوالۍ د زیری بابا او پاس زیری په سیمه کې د طالبانو مرکزونه یی موخه ګرځولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې بریدونو کې د زیری بابا په سیمه کې پر مولوي قیام الدین پورې اړوند ۱۳ طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

همداشان د پاس زیری په سیمه کې په ورته بریدونو کې ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور یی ټپيان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله لا څه ندې ویلي.

د یو بل خبر پر اساس، د داعش ډلې یو غړی او له دوي سره د مرستو په تور ۴ تنه نور د هسکه مینه په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې د داعش یو غړې هغه مهال ونیول شو کله چې دې ډلې پورې اړوند سندونو سره د موټرسایکل واسطه په تیښته وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *