په عربستان او کویټ کې ۱۰ زره هندیان د خوړو له کمښت سره مخ دي
د هند د بهرنیو چارو وزیرۍ اعلان وکړ چې په عربستان او کویټ کې د هند ۱۰ زره کارکونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ د هند د بهرنیو چارو وزیرۍ سوشما سوآراج اعلان وکړ:په عربستان او کویټ کې ۱۰ زره هندې کارکونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي،نوموړۍ له هغو هندې وګړو څخه چې په خلیج فارس کې ژوند کوي وغوښتل ترڅو خپلو ورونو او خویندو سره مرسته وکړې.
د هند دې چارواکۍ په وینا نیږدې ۳ میلیونه هندې وکړې د خلیج فارس په هیوادونو کې ژوند کوي.او له هغوې څخه غواړې ترڅو خپلو خویندو او ورنو سره مرسته وکړي.
په عربستان او کویټ کې د لسګونو زرو هندیانو له کار څخه ایستل دوي یی د خوړو د کمښت له بحران سره مخ کړي دي.
مخکې له دې د یو شمیر رسنیو لخوا د دغو وږیو کارکونکو شمیر ۸۰۰ اعلان شوی وو خو سوآراج د دغو کسانو شمیر له ۱۰ زرو څخه زیات اعلان کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیرۍ خبر ورکړ چې د هند یو چارواکی به د دې بحران حل په موخه عربستان ته سفر وکړې.
سوآراج په عربستان کې د هند له سفارت څخه وغوښتل چې دې هندې وګړو ته خواړه چمتو کړي.