د یمن پوځیانو د عربستان یوه چورلکه نسکوره کړه

د یمن پوځیانو د سعودي یوه متجاوزه چورلکه د “بئر المزاریق”  په سیمه کې نسکوره کړه.

۳

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د یمن رسمي خبرپاڼې له خولې، د دې هیواد پوځیانو د مارب او الجوف ولایتونو په منځ کې د “بئر المزاریق” په سیمه کې د سعودي د رژیم یوه چورلکه نسکوره کړه.

د دې چورلکې د نسکوریدو خبر د عربستان لخوا هم تایید شوی دی او د دې چورلکې نسکوریدو له کبله د سعودې رژیم دوه پیلوټان هم مړه شوي دي.

د یمن پوځیانو د دوشنبې په ورځ د اسد په څلورمه د آپا چي یوه چورلکه چې په عربستان پورې یی تړاو درلود د جیزان په ولایت کې د بالستیک توغندې باندې وویشتل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *