په چاپان کې د معلولانو پر مرکز برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي

د جاپان د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د معلولانو پر یوه پالنځي یوه ۲۶ کلن سړي د چړو برید کړی چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي دي.

په برید کې ۲۶ نور کسان سخت ټپیان شوي چې د ۲۰ ټپونه د اندېښنې وړ دي.

۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د رویټرز له خولې،پېښه د سې شنبې په ګهيځ وختي ساګامیهار ښار کې شوې ده.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جاپان کې تر ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه ګڼل شوې ده.

پولیسو یو کس وروسته تر هغه ونیو، چې ځان یې پولیسو ته وسپاره.

رپوټونه وايي، نیول شوی ځوان شپږویشت کلن دی، چې د توکیو سوېل لوېدیځ ته ۴۰ کیلومتره لیرې یې په تسکوي یامایوري ګارډن مرکز کې کار کاوه.

رپوټونه وايي، برید کوونکی دغه ځای ته د ګهیځ په دوه نیمو بجو ننوتلی او هلته یې موجود کسان په چړو وهلي دي.

برید کوونکي کړکۍ ماته کړې او هلته ننوتلی دی.

د جاپان کیادو خبری اژانس ویلي، د پېښې د قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.

ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او سړي دواړه دي.

ښکاري چې برید کوونکي له برید وروسته پښې سپکې کړې، خو د تسکوکوی پولیسو ته یې ځان سپارلی دی.

د جاپان پر تلوېزیون خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي، چې له ودانۍ بهر ګڼ امبولانسونه ولاړ دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *