په بنګال کې سیلابونو ۴ کسان وژلي او ۵۸ زره تنه یی آواره کړي دي

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هند په بنګال کې د سختو سیلابونو له کبله یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

۳.۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د بنګال لودیځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو سیلابو شاهد وو چې د دې سیلابونو له کبله لګ تر لګه ۴ تنه وژل شوي او ۵۸ زره کسان یی بی کوره کړي دي.

د اینډیا ټایمز ریپوټونو پر بنسټ،دې سیلابونو د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د دې هیواد ۱۵۰ کلي یی تر خپل تاثیر لاندې نیولي دي.

د بنګال دولتي چارواکو د ۴ کسانو د مړینې علت د دوي ډوبیدل ښودلې دي، د دیوالونو لمنځه تلل د هغو توکو په واسطه دي چې د سیلابونو له کبله له ځنګلو څخه راغلي دي.

د دولتي چارواکو په وینا د بنګال په دې برخه کې وضعیت د اندیښنې وړ اعلان شوی دی.

په دې منځ کې تر ټولو زیانمنې سیمې «کالچینی»، پولباری»، «چیتماهال» او «دابرام» دي.

دولت د سیلاب وهنکو نجات په موخه ۴۳ ساتنځایونه رامنځ ته کړي دي او هغه یی د هغو کسان په واک کې سپارلې چې د سیلابونو له کبله یی خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *