د دبۍ په هوایی ډګر کې په افغانستان کې د ترک د پوځ ۲ جنرالان د ترکیې کودتا په تور ونیول شول
د ترکیې دوه جنرالان، چې پوځي دنده یې په افغانستان کې وه، د ترکیې د وروستۍ کودتا په تړاو ونیول شول.
ترکي سي این این تلویزیون نن (سې شنبه) وویل چې دا دوه جنرالان د دغه هیواد د ناکامې کودتا په تور د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د ترکي سي این تلویزیون د راپور پر اساس وویل، دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر قوماندې لاندې د ترک ځواکونو قوماندان جنرال جاهد باکر او برید جنرال شنر توپوج د دوبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
برید جنرال توپوچ په افغانستان کې د مرستو او پوځي روزنو څارونکی بلل شوی دی.
د راپور له مخې، دا دوه جنرالان له نیول کېدو وروسته نن سهار انقرې ته بېول شوي دي.
د ترکیې د جولای د ۱۵ مې نېټې د ناکامې کودتا په تړاو تراوسه پوري تر ۶ زره زیات کسان نیول شوي او ګڼ شمیر نور کسان له دندو ګوښه شوي دي.
په کودتا کې لږترلږه ۲۴۶ تنه ووژل شول