د فرانسۍ په شمال کې د یوه کلیسا د کشیش سر پرې کړای شو
د فرانسې په شمال کې دوه کسانو په یوه کلیسا کې څو تنه په یرغمل کې ونیول.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د سکاي خبرې شبکې له خولې،د فرانسۍ په شمال کې دوه کسانو د سن اتین دو رووري کلیسا کې ۴ ـ ۶ کسانو پورې یرغمل ونیول.
دا یرغمل کیدنه د دې کلیسا د کشیش د سر په پریکولو سره پاې ته ورسیده.
تر دې مهاله د دې پیښې علت او د یرغمل ګرو هویت څرګند ندی.