هیلري کلینټن د ډیموکرات ګوند لخوا رسمآ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوه

هیلري کلنټن باید د ډیموکرات ګوند د ۴۷۶۹ استازو له ډلې یې د ۲۳۸۲ استازو ملاتړ او رایې ګټلې وای،‌چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند کاندیده شي، هیلري‌ دا کار وکړی شوه بلکې تر دې یې د ډېرو استازو رایې وګټلې.

WASHINGTON, DC - JUNE 01:  U.S. Secretary of State Hillary Clinton answers a reporter's question during a joint news conference with Brazilian Foreign Minister Antonio Patriota at the Department of State June 1, 2011 in Washington, DC. The two leaders discussed the trade inbalance between the two countries and plans for the possible visit by Brazilian President Dilma Rousseff to the United States.  (Photo by Chip Somodevilla/Getty Images)

د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون د دویمې ورځ‌ مهم کار د هیلري‌ کلنټن نومول وو.

هغه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ میرمن شوه،‌ چې د جمهوري‌ ریاست انتخاباتو ته رسمآ کاندیدیږي.

میرمن کلنټن به اوس د نومبر په میاشت کې د دونلډ ترمپ په وړاندې سیالي‌کوي.

سره له دې چې، برني‌ سندرز د میرمن کلنټن په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ نه لاس په سر شوی و،‌ خو د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په لست کې یې نوم و.

برني‌سندرز،‌چې په مقدماتي‌انتخاباتو کې د میرمن کلنټن سیال و، ۱۶۳۳ رایې وکټلې.

د سه شنبې په شپه ناوخته به بل کلنټن،‌ چې د هیلري‌ کلنټن میړه دی هم په کنوانسیون کې وینا وکړي. ټاکل شوې چې پنجشنبه د کنوانسیون په وروستۍ ورځ‌ هیلري‌ کلنټن د خپل ګوند له لوري‌ د هغې کاندیدول ومني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *