د دهمزنګ څلور لارې د شهیدانو د فاتحې مراسم

د دهمزنګ په څلور لارې کې د روشنایی غورځنګ شهیدانو ته د ولسمشر او یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په ګډون په ارګ کې د فاتحې مراسم ترسره شول.

۸

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ دا فاتحه نن د ارګ په جومات کې ترسره شول.په دې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر او یو شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون درلود.

یاد مراسم د قرآن پاک په آیاتو سره ترسره شول؛په دې مراسمو کې ګډون والو د تیرې ورځې شهیدانو روح ته دعا وکړه او ټپیان ته یی د ژر تر ژره ښه کیدو دعاګانې وکړي.

په کابل ښار کې د روشنایی غورځنګ پر لاریونکونکو د برید له کبله ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسی حال کې ده چې تیره شپه هم د برید په سیمه کې د شهیدانو لپاره د قرآن لوستنې او فاتحې مراسم ترسره شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *