د عراق په کاظمین کې د برید له کبله ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بغداد په شمال کې د کاظمین ښار په الضابط په سړک د چاودنې له کبله زیات شمیر عراقیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

۹

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د سومریه نیوز له خولۍ،د عراق امنیتي چارواکو اعلان کړی چې دا برید د عدن پر میدان د کاظمین په سیمه کې چې د بغداد په شمال کې پروت دی ترسره شوی دی چي د دې برید له کبله ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دا برید هغه مهال رامنځ ته شو چې یو بمې موټر چې د برید ګر له لوري هدایت کیدو د کاظمین په سیمه کې یی ځان ته چاودنه ورکړه.

د یوه امنتي سرچینې په وینا دا چاودنه د کاظمین سیمې د التعلیمي  روغتون ته نیګدې شوی چې له برید ورسته امبولانسونه سیمې ته ورسیدل.

ورسته له هغه چې داعش په عراق کې څرګند شول دا هیواد د لویو بریدونو شاهد دی چې په زیات شمیر بریدونو کې د داعش ډله ښکیله ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *