د جنګي تجهیزاتو رانیولو په موخه روسیۍ ته سفر

د ملي امنیت مشاور له رسیۍ څخه د نظامې تجهیزاتو نیولو په موخه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري دې هیواد ته سفر وکړ.

۷

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ملي امنیت شورا دفتر له خولۍ،محمد حنیف اتمر د روسیۍ د ملي امنیت مشاور نیکولاي پتروشووف په رسمي بلنه دې هیواد ته ولاړ.

په خبر پاڼه کې راغلي چې حینف اتمر به په دې څلور ورځني سفر کې د روسیۍ له یو شمیر لوړپوړو چارواکو له هغي ډلې د روسیۍ ملي امنیت مشاور،د روسیۍ د بهرنیو چارو ،دفاع او کورنیو چارو وزیرانو  او د دې هیواد له ولسمشر سره به وګوري.

د خبرپاڼۍ له قوله،د افغانستان هوایی ځواکونو ته د ام ۱۷ او ام۳۵ چورلکو تدارکات،د افغانستان د ننه د هیواد امنیتي ځواکونو ته د دې چورلکو د ترمیم امکاناتو برابرول ،د هغو روسي مهماتو تامین چې د امنیتي ځواکونو په تشکیلاتو کې شتون لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ ته امنیتي او سیاسي اړیکو ډیر والی د دې سفر له موخو څخه دی.دا په داسي حال کې ده چې افغانستان د متعقد دی ترڅو د ترهګرو له منځه وړلو،او د نشه یی توکو د تولید او قاچاق سره د روسیۍ او افغانستان هیوادونو په جدي همکاریو ژمن دی.

مخکې له دې هم روسۍ له افغانستان سره د زیات شمیر کلاشینکوفونو مرسته کړې وه.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *