په دشت ارچي کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ګدو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

۶

د کندز د پولیسو مشر جنرال محمد قسیم جنګل باغ خاورمیانه ته وویل چې دا عملیات نن سهار ۲ بجو د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ترسره شول.

د نوموړي په وینا،په دې عملیاتو کې  د یو شمیر مشرانو په ګډون د طالبانو ۲۵ غړي وژل شوي دي چې مړي یی د جګړۍ په ډګر کې پاتې دي.

جنګل باغ زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې یو شمیر وسلي د امنیتي چارواکو لاس ته ورغلي او د دې ولسوالې دوه کلي له وسلوالو څخه پاک شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا عملیات به تر هغې دوام وکړي ترڅو ډلوله سیمه پاکه شي.

طالبانو هم په دشت ارچې کې له نښتو څخه خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله په خپل ټویټر پاڼه کې لیکي، تیره شپه د دشت ارچې ولسوالې پر مرکز بریدونه وشول چې امنیتي سرتیرو ته تلفات رامنځ ته شوي دي

د طالبانو دا ویناوي د کندز چارواکو لخوا رد شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *